جون 23, 2021

سترمحدث علامه رامهرمزي رح

سترمحدث علامه رامهرمزي رح

وتلی محدث  اولوی عالم  ،قاضي ،علامه أبي محمد الحسن بن عبد الرحمن بن خلاد المشهور بالرامهرمزي رح په ۲۶۵ هجري کې دایران په رامهرمزښارکې زیږیدلی دی

دی په خپل  وطن رامهرمز کې وده وکړه ،لمړۍ زده کړې يې همالته له خپل پلار اودسیمي له وتلو علماوو څخه وکړي ،خورا زیرک طالب و،چې په خپلو همزولوکې یې ساری نه درلود ،شعر اوادب ته يې مخه کړه ،اوپه دې برخه کې يې خورامهارت ترلاسه کړ،اوګڼ شمیرمقالې اورسالي يې ولیکلي ،وروسته يې دحدیثو فن ته توجه واړوله .

نوموړی په خپل عصرکې یووتلی محدث ،قاضي ، حافظ  اوسترعالم و،په قضاء کې يې خورا زیات مهارت درلود ، دعلوم الحدیث په فن کې  يې لمړی کتاب ” المحدث الفاصل بین الراوي والواعي ” لیکلی دی ،همداراز ګڼ شمیرنورکتابونه هم لري .

علامه رامهرمزي رح په ۳۶۰ هجري کې له نړۍ سره مخه ښه کړي ده .

دعلامه رامهرمزي  له وتلو استاذانو څخه څوتنه محدثین په لاندي ډول دي :

الشیخ محمدبن عبد الله مطين الحضرمي ، والشیخ حصين الوادعي ، والشیخ محمد بن حيان المازني ، والشیخ ابو خليفة الفضل بن الحباب الجمحي ، والشیخ ابو شعيب الحراني ، والشیخ الحسن بن المثنى العنبري ، والشیخ عبيد بن غنام ، ووالشیخ يوسف بن يعقوب القاضي ، والشیخ زكريا الساجي ، والشیخ جعفر بن محمد الفريابي ، والشیخ موسى بن هارون ، والشیخ عمر بن أبي غيلان ، والشیخ محمد بن عثمان بن أبي شيبة ،والشیخ أبا القاسم البغوي وغیرهم .

اودده له نموتو شاګردانو څخه څو  محدثین په لاندي ډول دي .

الشیخ أبو الحسين محمد بن أحمد الصيداوي صاحب المعجم، والشیخ حسن بن الليث الشيرازي ، والشیخ أبو بكر محمد بن موسى بن مردويه ، والشیخ القاضي أحمد بن إسحاق النهاوندي ،اوداسي نور .

دعلامه رامهرمزي رح یوڅوتصنیفونه  :

  1. ربيع المتيم في أخبار العشاق
  2. الأمثال
  3. النوادر
  4. رسالة السفر
  5. الرقا والتعازي
  6. أدب الناطق
  7. الفاصل بين الراوي والواعي

المراجع

https://www.hmsmsry.com

wikipedia.org

کتبه : ابوحامدعفی عنه

Related posts