جون 23, 2021

د کارتن\ packc سوداوې !

د کارتن\ packc سوداوې !

محترم مفتي صاحب !  نن سبا په ځیني بازارونوکې  د بند کارتنونو یوډول سوداکیږي چې په دې کې ګڼ شمېر بندکارتنونه  اېښي وي ، په ځینوکې  ډېرقیمتي شئ وي ، په ځینوکې بیالږ قیمتي اوپه ځینوکې آن  هیڅ هم نه وي  دټولو یو قیمت وي ،خلک  پیسي ورکوي او هغه کارتن اخلي نوکه هرشئ پکې راووت  دوی یې خپل قسمت بولي ، نوایا داسي بیع کول جوازلري اوکنه ؟

الجواب : حامداومصلیاوبعد: په مسؤوله صورت کې داحقیقة بیع نه  بلکه  ښکاره قمار دی چې  په اسلام کې یو حرام کار دی اوپه قرآن کریم کې ورته دشیطان عمل ویل شوی.

کمافي ’’ القرآن الکریم ‘‘ : {إنما الخمر والمیسر والأنصاب والأزلام رجس من عمل الشیطن} ۔ (سورۃ المائدۃ:۹۰)

وفي ’’ رد المحتار ‘‘ : قال ابن عابدین الشامي رحمه الله تعالی : وسمي القمار قمارا ، لأن کل واحد من  المقامرین ممن یجوز أن یذهب ماله  إلی صاحبه، ویجوز أن یستفید مال صاحبه  وهو حرام بالنص ۔ (۹/۵۷۷ ، ۵۷۸ ، کتاب الحظر والإباحة، فصل في البیع)

مفتي محمدالغزنوي عفی عنه

Related posts