جون 23, 2021

د دوشنبې اوپنجشنبې روژې!

د دوشنبې اوپنجشنبې روژې!

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! دروژې مبارکه میاشت تیره شوه ،اوورپسي دشوال شپږ روژې تېرې شوي اوس موږ نورې کومې روژې نیولای شو ؟ البته داسې روژې چې سنت یااستحباب ولري ، که په دې اړه معلومات راکړ ئ احسان به مووي!

الجواب  حامدا ومصلیا وبعد : درمضان المبارک اودشوال دروژو څخه وروسته بیا سنت یامستحب روژې په هره هفته کې ددوشنبې اوپنج شنبي روژه ده ، همداراز  دشوال له میاشتې وروسته په دانورو میاشتو کې ددیارلسم ،څوارلسم  اوپنځلسم  ورځو روژې نیول هم سنت اومستحب دي چې په احادیثو کې ورته ( صیام ایام لیالی البیض ) ویل کیږي اوډير ثوابونه يې په حدیثوکې ذکرشوي دي  .

في ردالمحتار ۳\۳۹۲ ومن المندوب صوم الاثنين والخميس وصوم داود عليه السلام  الخ

وفي الموسوعة الفقهية :- ج\۲۸ص\۸۰     اتّفق الفقهاء على استحباب صوم يوم الاثنين والخميس من كلّ أسبوع .

لما روى أسامة بن زيد رضي الله تعالى عنهما : »أنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم كان يصوم يوم الاثنين والخميس . فسئل عن ذلك ؟ فقال : إنّ أعمال العباد تعرض يوم الاثنين والخميس ، وأحبّ أن يعرض عملي وأنا صائم « ، ولما  ورد من حديث أبي قتادة رضي الله عنه : » أنّ رسول اللّه صلى الله عليه وسلم سئل عن صوم الاثنين فقال : فيه ولدت ، وفيه أنزل عليّ «

والله تعالی اعلم

کتبه : ابوحامدعفی عنه

Related posts