جون 23, 2021

دیوې استفتاء ځواب !

دیوې استفتاء ځواب !

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! زموږ په وطن کې اوس شمسیاني اوبرمي دي چې زیاتروخلګو تالابونه ورته جوړکړي ؛ مګر له دې تالابونو سره زیاتې چونګښې پیداکېږي اوبیاچې کله ورییځ شي نودوئ له تالابونو څخه راوزي کورونو اومسجدونو ته راځي همداراز دخلګو په څادرونو اوجامو کې ځای نیسي چې ډیروخت يې بولوباندي مسجداوکالي لندیږي نوپوښتنه داده چې ددې چونګښوپه بولو سره دمسجدفرشونه ،درۍ اوپوزیان  اودخلګوجامي نجس کېږي اوکنه ؟ مولوي عمران

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: دچونګښو بولي فقهاو نجسي ګڼلي دي ،البته یواځې دچيني یاتالاب په حق کې دسخت ضرورت له امله دطهارت حکم ورکړل شوی دی .

لهذا په مسجد ،جامو اونورو داسي مواضعو کې يې حکم دنجاست دی نودجامو وینځل ضروري دي ،همداراز دمسجد دپوزیانو اودریو طهارت هم ضروري ده .

في الفتاوي الهندية:

“وَبَوْلُ مَا لَايُؤْكَلُ وَالرَّوْثُ وَأَخْثَاءُ الْبَقَرِ وَالْعَذِرَةِ وَنَجْوُ الْكَلْبِ وَخُرْءُ الدَّجَاجِ وَالْبَطِّ وَالْإِوَزِّ نَجِسٌ نَجَاسَةً غَلِيظَةً، هَكَذَا فِي فَتَاوَى قَاضِي خَانْ”. (الْفَصْلُ الثَّانِي فِي الْأَعْيَانِ النَّجِسَةِ، ١ / ٤٦)

و في إمداد الفتاوى:

سوال (۱۰۹) : قدیم ۱/ ۱۲۱- بول غوک پاک است یانہ؟ اگرناپاک کدام ناپاک؟

الجواب : ج؍۱ص؍۲۹۳:في الدر المختار في النجاسة الغلیظة: “وبول غیر مأکول”، پس بنابریں قاعدہ بول غوک نجس غلیظ است، البتہ درغوکے کہ درآب می ماندحکم نجاست نکردہ شود للضرورۃ۔کما في الدر المختار مسائل البیر: ولا نزح في بول فارة علی الأصح. وفي رد المحتار: “ولعلهم رجحوا القول بالعفو للضرورة (تتمة  اولی ص۵) (امداد الفتاوی، کتاب  الطهارة ، بعنوان: مینډک کا پیشاب،  ١ / ٣٦٢)  فقط و الله تعالی  اعلم

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts