جون 23, 2021

تراث العلماء الحنفیة في اصول الحدیث و علومه یوه نادره مجموعه

تراث العلماء الحنفیة في اصول الحدیث و علومه یوه نادره مجموعه

څرنګه چې احادیث نبويه د اسلام د مبارک دین د دوهم مصدر او مرجع په حیث مسلم او منل شوي دي نو له هماغه ابتدا نه بیا تر اوسه د احادیثو ساتنه په مختلفو ډولونو را روانه ده.د صحابه کرامو رضی الله عنهم په زمانه کې احادیث یادېدل او سینه په سینه یې روایت کېدو.
د تابعینو، تبع تابعینو او له هغوی په راوروستو زمانو کې احادیث په کتابي شکل راجمع کیدل پیل شول او ورسره له احادیثو د استنباط او استخراج لپاره اصطلاحات او اصول وضع شول او علوم الحدیث متنوع شول چې ځینو علماوو یې د انواعو شمیر تر پنځه شپیتو پورې رسولی دی اوځینو تر دې هم زیات ښودلی دی.
دا اصول او اصطلاحات که څه هم په مجموعي ډول سره ورته وو مګر په ځینو مواردو کې د محدثینو او فقهاء کرامو تر منځ په ځینو اصولو او اصطلاحاتو کې اختلاف و.
د همدې اصطلاحاتو او اصولو د اختلاف د نه پېژندنې له امله کله ناکله سړی د سختو اشتباهاتو او شکوکو ښکار ګرځي.
زموږ د احنافو په مدارسو کې چې کوم اصول حدیث درسېږي هغه اکثره د شوافعو او محدثینو په اصطلاحاتو جوړ شوي کتابونه دي او کله چې یې احناف د خپل اصول الفقه کتابونو د سنت له بحث سره پرتله کوي نو تر منځ یې اختلاف وي چې شکوک زېږوي.
له همدې امله په کار ده چې که همدا کتابونه درسیږي ورسره په څنګ کې باید د احنافو له خپلو کتابونو د هغوی اصول ورسره ولوستل شي تر څو مو طالبان په اصولو کې له اشتباهاتو وژغورل شي.
بل خوا په احنافو باندې د ځینې سطحي ذهنه کسانو له لوري دا اعتراض کیږي چې په علوم الحدیث کې یې تصنیفات نشته او له احادیثو سره بلد نه دي.
په دې ورستیو وختونو کې د اسلامي امارت د رهبري شوری د غړي او د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مفتي نور محمد ثاقب صاحب لخوا د ده د خپلو مخکنیو مقالو ټولګه د یو تصنیف په شکل د چاپ په ګېڼه پسولل شوې ده چې په علم اصول الحدیث کې د حنفي علماوو د تصنیفاتو تذکره پکې شوې ده.
شاید تر دې وړاندې به هم د احادیثو اړوند علومو کې د حنفي علماوو په خدمتونو کتابونو لیکل شوي وي. خو زما په ګمان په دې ډول یو کتاب چې په علم اصول الحدیث وعلومه کې د حنفي علماوو د زیات شمیر تصنیفاتو تذکره پکې شوې وي د خپلې نوعې لومړنی کتاب دی چې د یو افغان عالم له لوري لیکل شوی دی او د پورته ذکر شویو خلاوو د ډکولو لپاره ترې ښه استفاده کېدلای شي.
لکه څرنګه چې د کتاب نوم تراث العلماء الحنفیة في اصول الحدیث وعلومه دی یعني د حنفي علماوو میراث په اصول الحدیث کې” حقیقتاً یې هم د یو ستر میراث تذکره په خپلو پاڼو کې خوندې کړې ده.
شیخ صاحب محترم لومړی د علم اصول الحدیث د تعریف، موضوع، غرض او د علوم الحدیث اړوند یوه مختصره جامع مقدمه ايښې ده.
وروسته یې د حنفي علماوو د تصنیفاتو تذکره په شلو برخو وېشلې ده او په مجموع کې یې د زرو تصنیفاتو یادونه کړې چې د هر کتاب له نامه وروسته یې د مصنف پوره نوم، تاریخ تولد او وفات ذکر کړی دی او دا یې هم ور اضافه کړی دی چې کتاب اصل متن دی، که د بل متن منظومه او که تلخیص دی.
همدا ډول یې د کتابونو اړوند ډېر زیات تفتیش او څېړنه کړې ده کوم کتاب ته چې یې لاس رسی شوی دی تر لاسه کړی دی او کوم کتاب چې یې په چاپي شکل یا مخطوط ډول چیرته لیدلی هم یې تذکره کړې ده او ورسره یې په هر مخ کې د مآخذو او مراجعو یادونه هم کړې ده.
څرنګه چې کتاب د ده د خپلو مقالو ټولګه ده او مقالې د اردو مجلو لپاره لیکل شوې وې ځکه کتاب په اردو ژبه کې دی خو شیخ صاحب په مقدمه کې او همدا ډول د کتاب په اخیر کې یادونه کړې ده چې کتاب به پښتو،فارسي او عربې ژبو ته هم ژباړي ان شاءالله تعالی، چې زموږ د معلوماتو له مخه یې له همدا اوس نه د کتاب عربي ژبې ته په اړولو کار روان کړی دی.
شیخ الحدیث والتفسیر مفتي نور محمد ثاقب صاحب چې د هیواد له نامتو او مشرانو علماء کرامو ګڼل کیږي، له تدریسي او جهادي مصروفیت سره سره یې کوشش کړی چې د تصنیف په میدان کې هم خپل مسئولیت اداء کړي. تر دې وړاندې یې بدرالفتاوی چې د اسلامي امارت د حاکمیت پر مهال د ده تر مشرۍ لاندې د مرکزي دارالافتاء څخه د صادرو شویو مسائلو مجموعه ده له ښه تحقیق او څیړنې سره چاپ کړې ده.
په پای کې محترم شیخ صاحب ته د دې ستر کار په مقابل کې له الله تعالی څخه اجر غواړو. الله تعالی دې شیخ صاحب ته اوږد عمر او د علمي خدمت نور توفیق هم ورکړي ترڅو د علم تږي په ګټورو تصنیفاتو سیراب کړي. آمین یا رب العلمین
لیکوال : نوراحمد نور

Related posts