جون 23, 2021

دشوال دشپږو روژو فقهي مسائل

دشوال دشپږو روژو فقهي مسائل

مسئله  :  دشوال  [  يعني  دكمكي اختر دمياشتي ]  شپږ  روژي   سنة دي  . اودغه شپږ روژي  درمضان  المبارك  دمياشتي  فرضي  روژو ته  داسي  حيثيت اوشان لري  لكه  له  لمانځه څخه ووروسته  سنت   يانفل  .

 الموسوعة الفقهية ۲۸\۷۸

 معارف السنن ۵\ ۴۴۳

دغه روژي متصلي اومتفرقي نيولي کيدلی شې .

مسئله :   دغه شپږ روژي   دكمكي  اختر  په ټوله  مياشت كي   په  متفرق  ډول  هم  نيولى  شي ا و پرله  پسي [  متصلي  ]  يې هم  نيولى شي   په دي  دواړو صورتونو كښي بياهم افضل  لمړى صورت  ده  .

 الدرالمختار على صدر ردالمحتار ۳\ ۴۸۵

معارف  السنن ۵\ ۴۴۳ – ۴۴۴   .

دشوال روژي دمتاخرينواحنافوپه نزدباندي سنة دي .

مسئله   :له امام ابوحنیفه رحمه الله څخه که څه هم ددغه روژو دکراهة قول  مطلقانقل شوي اودابویوسف رحمه الله څخه یې کراهة دتتابع قول نقل شوی  ،لکن متاخرینوعلماو داحادیثو دنصوصوڅخه په سنتیة استدلال  کړی  ،

علامه کاساني رحمه الله دامامانودکراهة قول  په اتصال  باندی محمول کړی دي یعني هغه مهال داروژي مکروه دي چې داخترورځ هم روژه ورسره ونیسې  ،اوعلامه برهان الدین  دهدایې مصنف وایې :چې امامانوهغه مهال دکراهیة حکم کړی وچې خلګودغه روژي درمضان المبارک یوه برخه بللي  .

 الموسوعة الفقهية    ۲۸\۷۸

که يې دشوال روژي دقضاء په نيت ونيوي ؟

مسئله  :  كه دغه شپږ روژي يوتن د قضا په نيت  ونيسي  نوايا دنفلو يا سنتو ثواب يې شته  اوكنه  ؟ په دي اړه  علماو  ويلي  څرنګه چي  دشوال  شپږ روژي  مستحب اونفل  بلل شوي نودقضا روژو په نيولو سره  دنفلو ثواب نه وركول كيږي .  احسن الفتاوي  ۳\ ۴۴۱  وفتاوى  دارالعلوم  ديوبند عزيزيه ۳\۴۰۱   اومسائل  روزه  ص\ ۱۷۳  .

دشوال روژي که په بله مياشت کې ونيولي شې

مسئله  :که دشوال دغه شپږروژي دشوال په میاشت کې ونه نیول شي نوپه بله میاشت کې یې راګرزولوسره دغه ثواب  نشې ترلاسه کولی  ځکه  یوخودغه روژي سنة دي اودسنتوقضاء نشته ،اوپه حدیثوکې دغه روژي ترشوال پوري ځانګړي شوي دي  .

الموسوعة الفقهية ۲۸\۷۹

که کوم خلګ درمضان روژي ونه نيسي نوهغه دشوال روژي نيولی شې

مسئله  :هغه خلګ چې دسفریابیماري له امله یې درمضان المبارک  روژي نه وي نیولي نوآیا دشوال  شپږروژي دثواب په نیت نیولی شې اوکنه ؟ په دي هکله دعلماواختلاف ده ځیني علماء وایې چې دشوال شپږروژي درمضان المبارک دروژوله سننوڅخه دي نوڅکه هغه تن ته چې درمضان المبارک روژي یې نه وي نیولي ددغه روژوپه نیولوسره ثواب نشې ترلاسه کولی  ،

اوځيني علماء وایې چې داروژي مطلقامستحب دي نوکه یوه تن دعذرله امله درمضان    المبارک روژي نه وي نیولي بیاهم دشوال شپږروژي نیولی شې  ؛

 الموسوعة الفقهية ۲۸\۷۹

 

Related posts