جون 23, 2021

الوداع رمضان المبارک !!

الوداع رمضان المبارک !!

عن ابي هريرة رض ان النبي صلی الله علیه وسلم   صعد المنبر  فقال آمين  ، آ مين ، آمين  قيل يارسول الله  صعد ت المنبر فقلت آ مين آمين  آمين  فقال ان جبرئيل عليه السلام  اتاني  فقال من ادرك  شهر رمضان  فلم يغفر له  فدخل النار  فابعده  الله  قل آمين  فقلت  آمين .  رواه ابن خزيمة  وابن حبان  الترغيب ۱\ ۲۵۴

ژباړه : ابوهریرة رضی الله تعالی عنه وایې چي نبي علیه السلام ممبرته  پورته شو نو[ دري ځله يې] وویل : آمین آمین آمین یوه صحابي ورڅخه پوښتنه وکړه ای دالله رسوله ته چی ممبرته پورته شوي نودری ځله دي وویل : آمین آمین آمین  ؟پیغمبرصلی الله علیه وسلم ورته وویل : په دغه وقت کې جبرئیل علیه السلام راغلی  اوراته وي ویل : چاچي دروژې   میاشت ومونده اوبیاهم دوزخ ته ولاړی نولو ی خدای دي دخپل رحمت څخه وشړي . ووایه ای محمد :چي آمین   نوماځکه وویل  آمین .

په یوه بل حدیث کې راغلي :

عن كعب بن عجرة رض قال قال سمعت رسول صلی الله علیه وسلم    احضروا  المنبر  فلما حضرنا فلما ارتقى درجة  قال  آمين  فلما ارتقى  الدرجة الثالثة  قال آمين  فلما ارتقى الدرجة الثالثة  قال آمين  فلما نزل قلنا  يارسول الله  لقد سمعنا منك شيئا  ماكنا نسمعه  قال ان جبرئيل  عليه ا لسلام عرض لي  فقال بعد من ادرك رمضان  فلم يغفر له  قلت آمين  فلما رقيت الثانية  قال بعد من ذكرت عنده  فلم يصل عليك  فقلت آمين  فلما رقيت  الثالثة  قال بعد من ادرك  ابويه  الكبر  عنده اواحدهما  فلم يدخلاه الجنة  قلت آمين  .   رواه  الحاكم  وقال صحيح  الاسناد .  الترغيب  ۱\ ۲۵۳

ژباړه ؛دکعب بن عجرة رضی الله تعالی عنه وایې چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم وویل : چي ممبر ته سره راغونډشئ  بیاچي کله رسول الله صلی الله علیه وسلم دمنبرلمړی زیني ته پورته شونووي   وویل : آمین . چي دوهمي زیني ته پورته شو بیایې وویل : آمین . اوچې دریمي زیني ته پورته شونو بیایې  وویل آمین .[ وروسته ] موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې ای دالله رسوله نن موداسي الفاظ درڅخه واوریدل چې نورکله موپه دي وخت نه ودرڅخه اوریدلي .پیغمبرصلی الله علیه وسلم راته وویل : چي جبرئیل علیه السلام په هغه وخت کې راغی اوراته وي ویل چي ورک دي شي هغه تن چې دروژې   میاشت یې ومونده اوبیاهم ورته بخښنه ونه شوه نوماوویل : آمین چې کله دوهمي زیني ته پورته کیدم نوجبرئیل علیه السلام وویل : ورک دي شي هغه تن چي ستایادونه وشي اودرود درباندي ونه وایې ،ماوویل :آمین ، کله چې زه دریمي زیني ته پورته کیدم نوجبرائیل علیه السلام وویل : ورک دي شي هغه تن چې موراوپلار یایوله دوئ څخه ومومي اوبیاهم دهغوئ له امله جنت ته ولاړ نشي . ماوویل :آمین .

 

Related posts