جون 23, 2021

په اعتکاف کې مېرمني له یوې خوني بلې ته دتراویحولپاره تلای شي ؟

په اعتکاف کې مېرمني له یوې خوني بلې ته دتراویحولپاره تلای شي ؟

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! یوه میرمن چې په اعتکاف کې په کومه خونه کې وي له هغه ځایه بلې خوني یاکوټې ته دتراویحو لپاره تلای شي اوکنه ؟ سعد

الجواب : حامدا ومصلیا وبعد: په کومه خونه کې چې میرمني اعتکاف کوي هغه ددې په حق کې دمسجدحکم لري ،لکه نارینه چې دمسجدڅخه باهربل ځای ته دتراویحولپاره نشي تلای نودوئ هم داعتکاف له خوني بلې کمري یاخوني ته نشي تلای .

في الهندیة  ۱\۲۱۱  : والمرأة تعتكف في مسجد بيتها، إذا اعتكفت في مسجد بيتها فتلك البقعة في حقها كمسجد الجماعة في حق الرجل، لاتخرج منه إلا لحاجة الإنسان، كذا في شرح المبسوط للإمام السرخسي”.

 

Related posts