جون 23, 2021

دپراپرټي کمیشن له جانبینو څخه اخستل جائزده ؟

دپراپرټي کمیشن له جانبینو څخه اخستل جائزده ؟

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! زه دپراپرټۍ کار کوم ،زه چې کله یوچاته کور ور وپلورم نوددواړو جانبینو څخه کمیشن اخلم ، پوښتنه داده : چې داکمیشن اخستل ددواړو څخه جائز ده اوکنه ؟ همداډول په شورمانو کې یوعرف اورواج جوړشوی دی . بینوا توجروا .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:که چېري دپراپرټي مالک ددواړو جانبینو [بائع اومشتري ] وکیل نه وي صرف ددوئ په مینځ کې واسطه وي اوله یوبل لوري سره رابطه کوي نوبیا له دواړو لورو څخه معلوم کمیشن اخستل ورته جائز دي .

اوکه چېرته  له یولوري وکیل اوعاقدوي اوله بل لوري څخه نه وي بلکه هغه خپله سوداء کوي نوبیایې یواځې دموکل څخه اخستلای شي اودبل لوري څخه يې نشي اخستلای .

اوداخبره ضروري ده چې عرف اورواج ته په دې دوهم صورت کې هیڅ اعتبار نشته .کماهوالمصرح في الکتب.

في الدرالمختار وردالمحتار :۴\ ۵۶۰  کتاب البیوع  ،فرع في البیوع .ط ایچ ایم سعید:  وأما الدلال فإن باع العين بنفسه بإذن ربها فأجرته على البائع وإن سعى بينهما وباع المالك بنفسه يعتبر العرف وتمامه في شرح الوهبانية.

(قوله: فأجرته على البائع) وليس له أخذ شيء من المشتري؛ لأنه هو العاقد حقيقة شرح الوهبانية وظاهره أنه لا يعتبر العرف هنا؛ لأنه لا وجه له. (قوله: يعتبر العرف) فتجب الدلالة على البائع أو المشتري أو عليهما بحسب العرف جامع الفصولين.”

کتبه : مفتي ابوحامد عفی عنه

Related posts