جون 23, 2021

دهغوئ دوستي مه کوئ !

دهغوئ دوستي مه کوئ !

قال الله تعالي :  إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (9) الممتحنة

ژباړه : بي شکه  چې الله تعالی مو منع کوي [ددوستي ]دهغه کسانو څخه چې له تاسو سره جګړه کوي په دين کې اوتاسو له خپلو کورونوباسی  یا ستاسو دد ښمنانو مرسته کوي ستاسو په ایستلوکې ،اوکه له تاسو څخه چاددوئ دوستي وکړه نوله شکه پرته ظالمان یعني فاسقان دي .

لنډتفسیر : ددې نه په وړاندي آیتونوکې ویل شوي : چې که چېرته تاسو دهغه کفارو سره تعلقات وساتۍ یادخیر اوښېګڼی  وعده ورکړئ چې هغوئ له تاسو سره په جګړه کې نه دي ښکېل شوي اونه یې ستاسو په خلاف دنورو مرسته کړي نوپه دې کوم حرج نشته .

البته : له داسي یرغلګرو کفارو یادهغوئ دملګرو سره چې ستاسو سره په جګړه کې اخته دي یاستاسو خلاف دنورو کافرانو مرسته کوي نوله دوئ سره به  هیڅ ډول دوستي نه کوئ .

اوکه له مسلمانانو څخه څوک ورسره دوستي کوي نودهماغه کفارو په سترګه به  ورته کتل کیږي .دوئ په ځان باندي ظلم کونکی دي ،ځکه دوئ ځان په دنیاکې دکفارو ملګری کړ ونوپه آخرت کې به يې هم حشردهغوئ سره وي .

یادونه : په دې کې هغه  ټول خلګ راځي چې دیرغلګرو سره یې یې یوډول مرسته کړي ،که دهغوئ ترڅنګ دریدلي اوکه یې دهغوئ یوډول اکمالات کړي یایې هغوې ته مجاهدینو یوډول معلومات ورکړي .

Related posts