جون 23, 2021

د «مشروع لقانون اسلامي للبیوع والدیون» لنډه پيژندنه

د «مشروع لقانون اسلامي للبیوع والدیون»  لنډه پيژندنه

لیکنه : ابوعمیر

په معاصره فقه کې د شیخ الاسلام مفتي محمدتقي عثماني صاحب  کتابونه په ځانګړي توګه فقه البیوع اوتوثیق الدیون  ډیر شهرت پیداکړی او په ګڼ شمېر دارالافتاؤ کې دتخصص په نصاب کې شامل دي

مفتي صاحب  دفقه البیوع په آخرکې  د ټول کتاب خلاصه  او همداراز یې  دتوثیق الدیون  په پنځم او آخري باب کې دهمدي کتاب خلاصه په ماده ایزه توګه لیکلي چې د قانوني مسودو حیثیت لري

څرنګه چې دادواړه کتابونه تفصیلي ؤ او دواړه په بشپړه توګه په نصاب کې داخلیدو کې یولړ مشکلات راپیداکیدل نو  دهمدې مشکل دحل لپاره مشهورلیکوال او علمي شخصیت  مفتي ابولبابه شاه منصور صاحب  ددې دواړو کتابونو په ملخصه  حصه باندي کار وکړ او د مشروع لقانون اسلامي للبیوع والدیون  په نامه  یې داکار په ښه توګه  سرته ورسول

داکتاب په حقیقت کې د فقه البیوع او توثیق الدیون په آخرکې  د لیکل شویو خلاصو  مجموعه ده

دکتاب ځانګړتیاوي :

لمړۍ ځانګړنه  یې داده  چې  ابولبابه صاحب  په دې  کتاب کې ټولو مباحثوته  عنوانونه ورکړي چې له امله یې هره موضوع بیله شوي ، اوهره موضوع یې په  ذیلي عنواناتو لکه :  الف ، ب  …  باندي  تقسیم کړي چې  دموضوع ښه تجزیه یې کړي

دوهمه ځانګړنه  یې  داده چې مفتي صاحب  بین السطور مهم نکات زیات کړي ، په مشکلو الفاظو یې اعراب لګولی، دضرورت په مهال یې  د مشکلو الفاظو ترجمه  هم کړي ، کله یې دکلماتو  او مصطلحاتو وضاحت  کړی ، او د ضرورت  په مهال  یې په اصل کې کتاب کې مادې   او بحث ته اشاره کړي  او همداراز یې  د مسئلې صورت ښه واضح کړی

درېیمه ځانګړنه  یې داده چې : مفتي صاحب  په خپل طرز باندي  دکتاب  بهترینه اوعمده حاشیه لیکلي ، په اصل کتاب کې د  مکمل بحث خلاصه  اوکله یې دفقهاؤ مختلف  رائي او مهمي نکاتي اضافه کړي

دکتاب په آخرکې یې څلور ډوله فهرستونه  شامل کړي :

التعریفات الفهقیة

المصطلحات

 التطبیقات المعاصرة

المحتویات

 په لمړۍ فهرست  کې د  فقهې عباراتو اواصطلاحاتو  وضاحت کړی  لکه :ارش ، اتحادالجنس ، احتکار  او داسي نور

په دوهم  فهرست  کې یې دجدیدو معاصرو او مهمو اصطلاحاتو وضاحت  کړی او له دې سره سره  یې  دااصطلاحات یې  په انګلیسي ژبه  هم ورسره لیکلي  لکه ډیبټ کارډ  او داسي نور

په درېیم فهرست کې یې  دهري موضوع اومهم عنواناتو، جدید تطبیقاتود بیانولو هڅه کړي

په آخري فهرست کې د ټول کتاب  عنوانونه اومحتویات په ډېره ښه طریقه سره لیکل شوي

Related posts