جون 23, 2021

د توثیق الدیون علی المذاهب الاربعة لنډه پیژندنه

د توثیق الدیون علی المذاهب الاربعة  لنډه پیژندنه

څرنګه چې مالي معاملات دانساني ټولني یومهم ضرورت دی، نوشریعت هم دمالي معاملاتو اړوند تفصیلي احکام ذکرکړي

دمعاملاتوپه مهال کله ناکله دیوانسان په بل باندي قرض/ دین یاپور پاتي کیږي چې په ترلاسه کولوکې یې کله کله انسان له یولړ ستونزو سره مخ کیدای شي نوځکه شریعت په دې اړه د یولړ وثائقو اختیارولو ترغیب ورکړی چې په مټ یې انسان په بل انسان باندي خپل حق مستحکم کړي، نو دغسي یوحق مستحکم کولو یامضبوطولو ته په فقهي اصطلاح کې توثیق الدیون ویل کیږي.په دې حواله  وسائل چې کوم دي هغه دوه ډوله دي

وسائل اثباتیة :   هغه وسائل چې په مټ یې انسان خپل حق مضبوط اومستحکم کړي ترڅو مقابل جانب منکر نه شي لکه  اسناد او اشهاد

وسائل استیفائیه .  چې په مټ یې انسان خپل حق وصولولی شي ، حواله ، کفاله او رهن

په اوسني  عصر کې  فقهاؤ په دې باندي تحقیقات لیکلي

دمثال په توګه  صالح بن عثمان بن عبد العزيز الهليل  د توثیق الدیون في الفقه الاسلامي  په نامه   د پی ایچ ډي مقاله  لیکلي خو په هغه کې جدید مباحث اومروجه قوانینو اړوند څه نه دي لیکل شوي

شیخ الاسلام مفتي محمدتقي العثماني صاحب دامت برکاتهم   د فقه المعاملات قدیم مباحث   په نوي اسلوب او انداز کې د  وړاندي کړلو ، له مروجه   وضعي قوانینوسره یې مقارنة  او دنوي تطبیقانو بیانولو هڅه  کړي ، چې  په دې  سلسله کې  یې  لمړي کړۍ  د فقه البیوع  په نامه سره چاپ شوي ،  او توثیق الدیون  علی المذاهب الاربعة  ددې سلسلې  دوهمه کړۍ ده چې د مالي معاملاتو اړوند  معاصر صورتونه او تطبیقات یې پکې راغونډ کړي. دلته همدي کتاب ته  لنډه کتنه کوو

داکتاب  یو څیړنیز کتاب دی  چې په یوتمهید او ۵ بابونومشتمل دی

په تمهید کې یې دتوثیق الدیون مفهوم، د توثیق دوسائلو اقسام په مختصره توګه بیان کړي

په اول باب  کې یې توثیق الدیون بالکتابة او دهغه اړوند مسائل بیان کړی

په دوهم باب کې عقدالکفالة او اړوند مسائل

په درېیم او څلورم باب کې یې درهن بیان کړی خو په درېیم باب کې یې د الرهن الحیازي او په څلورم کې دالرهن غیرالحیاضي یعني رهن غیرمقبوض تفصیلات لیکلي

په ۵ باب کې یې دیوقانون په حیث د ټول کتاب خلاصه دمادو په شکل کې لیکلي

دکتاب ځانګړتیاوي

کتاب خورا یو تحقیقي کتاب دی ، یواځي پکې  په قدیمو مباحثو اکتفاء نه ده شوي بلکه ګڼ مباحثوباندي ددلائلو په رڼاکې تفصیلي بیان اوعمده تحقیق شوی ،په دې سربیره یې دائمه اربعه ؤ اراء په تفصیل سره بیان کړي

دمثال په توګه که څه د جمهورو علماؤ رایه داده چې  تعزیربالمال جائز نه دی،خوځیني فقهاء یې بیاجائز بولي دهغوی دلائل یې ذکر کړي د دلائلوقوت اونورو ته یې اشاره کړي

۲   له مروجه  قوانینو سره یې دشرعي قوانینو موازنه کړي په ځانګړي توګه په اسلامي هیوادونوکې که په مالي قوانینوکې کومه شرعي خامي شتون لري هغه یې په ګوته کړي اوښه وضاحت یې کړی

۳ معاصر تطبیقات :دهري  مهمي موضوع اړوند یې په خصوصیت سره نوي  اومعاصر تطبیقات اوپه بازارکې مروج صورتونه بیان کړي اوپه دې سلسله کې که کومه شرعي خرابي وي دهغې وضاحت یې کړی

په لمړي باب کې  یې دوه  مهم  نکات په ډېر تفصیل سره بیان کړي

په آخرکې  دکتاب تقنین شوی یعني د مادو په شکل کې دټول کتاب خلاصه لیکل شوي چې یو اسلامي حکومت له مهمو اړتیاؤ او دعملي میدان لپاره تیاره قانوني مسوده ده

په دې سربیره دکتاب ارزښت هغه مهال لاښه معلومیدی شي چې په دقیقه توګه مطالعه اوتدریس کړی شي

لیکنه: م/ ابوعمیر

Related posts