جون 23, 2021

دروژې په اړه الهي حکم

دروژې په اړه الهي حکم

–  قال الله عزوجل  : : يا أيُّها الذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عليكمْ الصّيام كَما كُتِبَ علَى الذين مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلّكم تتقونْ .() البقرة ۱۸۳

ژباړه :  اى مؤمنانو!فرض  كړى شوي ده په تاسو باندي روژه ،لكه چې فرض كړي شوي وه په هغه كسانو چې وړاندي له تاسو څخه ؤ  .

۲-  وقال الله تعالی : شَهْرُ رَمضانَ الذي أنْزِلَ فيه القرآنُ هدی للناّس وبيِّنَاتٍ منَ الهدى والفُرقانْ فَمَنْ شَهِدَ منْكم الشهْرَ فلْيَصمْه () البقره۱۸۴

ژباړه : درمضان میاشت  هغه ده چي  قرآن کریم ورپکښې نازل  شوی چې دبشریت لپاره هدایت ده ،او نورښکاره دلائل دهدایت ورپکښې نغښتي دي  ،نوکه له تاسوڅخه  کوموکسانو  درمضان  المبارک میاشت  ولیده نوروژه دي کړې .)۱)

یادونه : دعلامه کشميري رحمه الله اوځينو نوروعلماو رایه داده :چې دروژې فرضیة ددوهم آیة څخه ثابت ده اولمړی آیة دعاشوراء  اوایام البیض دروژو دفرضیة لپاره نازل شوی  ؤ، چې بیا ددوهم آیة په نزول سره يې فرضیت منسوخ شو.

Related posts