جون 23, 2021

الامام ا عمش رح

الامام  ا عمش رح

 دده نوم سليمان بن مهران الأعمش أبو محمد الأسدي ده  په ( ۶۱ هج) کې زیږیدلی دی  اوپه ( ۱۴۸ هج ) کې له نړۍ کوچیدلی دی ،دی سترتابعي اودلویو حفاظو اوثقة محدیثینو څخه ده ،علامه ذهبي رح يې په شیخ المحدیثین یادوي اودی دکوفي له سترو محدثینو څخه دی ،دامام ابوحنیفه رح ،امام سفیان بن عیینه اوامام سفیان ثوري  اونوروډیرو سترو امامانواومحدثینو استاذ دی .

امام اعمش رح ډیر صحابه لیدلي وو ،اوددوئ معاصر پاته شوی ،په مشهورو صحابه ووکې يې انس بن مالک  ،ابن ابي اوفی ،زیدبن وهب ،معروربن سوید اونورډیرصحابه رضوان الله تعالی علیهم لیدلی و .

اعمش رح  په قرآن کریم اوسنة نبوي باندي سخته ټینګ وو،دجماعت په لمانځه ،لمړي صف اوتکبیراولی يې ځان سخته پابند کړی وو،تردې چې اویاکاله ورباندي تیرشوي وو خوتکبیراولی نه ووځیني پاته شوی ، علامه عبدالله الخریبي رح فرمایې : تراعمش ډیرعبادت کونکی مونه دی لیدلی .

امام عيسي بن يونس وايي : ما شتمن خلګ دهیچاپه وړاندي داسي خوار نه دي لیدلي لکه دامام اعمش رح په وړاندي چې مي لیدلي دي ،

امام ذهبي رح وایې  :امام اعمش ډیرقناعت درلود ،سخت غریب و،دامراؤ سره یې ناسته ولاړه نه کوله

يوځل عیسی بن موسی چې دوخت واکمن وو ده ته زردرهم ورواستول اوورسره يې یوه صفحه کاغذ واستول چې په دې صفحه باندي حدیث  ولیکه اوبیایې راواستوه ،ده په جواب کې په هغه کاغذبسم الله اوسورة الاخلاص ورته ولیکل او وروه يې لیږل ،هغه بیرته  خط ورته راواستول چې ستاګمان دی چې زماقرآن کریم نه دی زده ،ده په جواب کې ورته ولیکل : ولي ،ستاګمان دی چې زه احادیث خرڅوم  ،امام اعمش به ویل : بي شکه چې الله تعالی په دې علم اوقرآن کریم باندي قومونه لوړوي اوځيني په همدغه بي علمۍ ټیټوي  اوزه له هغې ډلي یم چې الله تعالی په همدي علم سره لوړکړی یم  ،که الله تعالی دغه احسان نه وای راسره کړی نوزه به یولوی خاورین په لاس کې دکوفي په کوڅوکې ګرزیدم

(حلية الأولياء لأبي نعيم جـ 5 صـ 49).

امام سفیان بن عیینه رح وايې :امام اعمش مي ولیدل چې زوړ پوستین يې اغوستی واوسپڼسي یې په پښو باندي را ایله وو، ویل یې :که مي علم نه وای زده کړی څوک به راتله ؟که زه یودکاندار وای هیڅ ګراک به مي نه درلود .اونه به یوچاڅه راڅخه اخستی وای .(تاريخ بغداد للخطيب البغدادي جـ 10 صـ 5).

امام احمد بن حنبل رح  دامام اعمش رح په هکله وايې : هو حجة في الحديث .  ابن هانی : 2347

امام محمد بن عبدالله بن عمار الموصلی رح (المتوفی 242 ھ) دامام اعمش رح په هکله فرمايې  :ليس فِي المحدثين أثبت من الأعمش  . تاریخ بغداد: 9/12

امام ابو حفص عمرو بن علی الفلاس رح (المتوفی 249 ھ) دامام  اعمش رح په هکله فرمایې “كان الأعمش يسمى المصحف من صدقه” امام اعمش ته به مصحف ویل کیده له ډیره صداقته .

امام بخاري رح  په خپل نامتوکتاب کې دامام اعمش ۳۷۶ حدیثونه نقل کړي اوامام مسلم رح په الجامع المسلم کي ۲۷۸ حدیثونه ذکرکړي دي .

امام ذهبي رح دده په هکله لیکې : الحافظ ،الثقة ،شيخ الإسلام ،أبو محمد، سليمان بن مهران الأسدي الكاهلي… وكان رأسا في العلم النافع والعلم الصالح” .رحمه الله تعالی .

ابویاسرعفی عنه

Related posts