جون 23, 2021

څو غوره اوعجیبه !

څو غوره اوعجیبه !

ته ولي خفه يې!

امام ابراهيم ابن ادهم رحمه الله يو سړی وليدی چي ډير غمجن وو ، ابراهيم ابن ادهم رحمه الله ورته وويل : اې سړيه! زه درې پوښتني درنه کوم جواب به يې راکړې؟ هغه وويل: نعم، هـو.ابراهيم ابن ادهم رحمه الله ورته وويل: أيجري في هذا الکون شيء لا یريد الله؟ آيا داسي يو کار تر اوسه په نړۍ کي شوی چي الله رب العزت يې اراده نه وي کړې؟ هغه وويل: کلَّا، هيڅ کله نه، ابراهيم ابن ادهم رحمه الله ورته وويل: أفينقص من رزقك قدَّره الله تعالی؟ آيا کوم رزق چي تاته ليکل شوی وي د هغه څخه به څوک يوه څه شی کم کړي؟ هغه وويل: کلَّا هيڅ کله نه.ابراهيم ابن ادهم رحمه الله ورته وويل: أفينقص من أجَلك لحظة كتبها الله لك في الحياة ؟ آیا کوم عُمر چي تاته الله رب العزت ليکلی وي د هغه څخه به څوك یوه لحظه کمه کړي؟ هغه وويل: کلَّا.نو ابراهيم ابن ادهم رحمه الله ورته وويل: فعَلام الهَمُّ إذَن؟ نو د څه لپاره ته اوس غمجن يې؟ هغه سړی بي اختیاره خوشحاله سو او د امام ابراهيم ابن ادهم رحمه الله څخه يې مننه وکړه.
(حکايات الصالحين صـــ۴۴۱).

د عمر رضی الله عنه ژړا  !

یو وخت عمر رضي الله عنه د تندر غږ واورید، ډیر سخت یې وژړل.
چا ترې وپوښتل: ولې ژاړې؟
عمر رضي الله عنه ورته وویل:
ژاړم په دې چې، د تندر دا قوي او ویرونکی غږ د الله تعالى د رحمت غږ دی؛ نو د هغه د عذاب او قهر غږ به څه رنګ وي!؟
ابو نعيم في الحلیة.

د الله جنتونه پراخه دي!

معروف الکرخي رحمه الله یوه ورځ په بغداد کې د دجلې سیند په غاړه ناست وو، په یوه کشتۍ کې څو ځوانان ناست وو، موسیقي یې غږوله او شراب یې څښل د ده مخته تیر شول، ده ته خپل یوه ملګري وویل: ته په دې اوبو کې دا خلک وینې چې، د الله په سرکشۍ او ګناه لګیا دي ښيرا ورته وکړه. معروف الکرخي رحمه الله لاسونه پورته کړل او ویې ویل: ای الله! لکه څرنګه چې دې دوی په دنیا کې خوشحاله کړي دي، په آخرت کې یې هم همداسې خوشحاله کړه. ملګري یې ورته وویل: موږ درته وویل ښيرا ورته وکړه، او ته دعا ورته کوې! معروف الکرخي رحمه الله ورته وویل: په آخرت کې چې الله خوشحالي ورکوي، د دې مطلب دا شو چې، په دنیا کې به د توبې توفیق ورکړي، او که دوی توبه وکړي او جنت ته ولاړ شي تاسو ته هیڅ ضرر نه رسوي.
(طبقات الاولياء لابن الملقن 1/47)

د ښو خلکو مجلس مو له شپږو کارو څخه شپږو نور ته اړوي:

له شک څخه یقین ته،
له ریا څخه اخلاص ته،
له غفلت څه ذکر د الله ته،
له دنیوي مینې څخه د آخرت مینې ته،
له کبر څخه خاکسارۍ ته،
له بد نیتۍ څخه نصیحت ته.

ابن القیم  رحمه الله

قاري عنایت الله رحیمي

Related posts